
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 17, 2025 at 02:04 PM
*مرستیال والي د نرخونو د کنترول په موخه د یو شمېر مسوولینو سره غونډه وکړه:*
نن هلمند مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي"حماس"صاحب د احتکار مخنیوي او نرخونو کنترول په موخه د هلمند امنیه قوماندان الحاج ملا امین الله"زبیر"صاحب،مرافعه محکمې رئیس شیخ مولوي محمد"محمدي"صاحب،استخباراتو ریاست مرستیال الحاج معصومي مولوي صاحب،لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق صاحب،د احتکار مخنیوي او نرخونو کنترول کمیسیون مسوولینو،صنعت او تجارت رئیس او انحصاراتو مسوول سره ګډه ناسته وکړه.
په دې غونډه کي د نفتي او خوراکي موادو د نرخونو د کنترول پرلارو چارو بحث وسو،ستونزي شریکي سوې او د حل لپاره یې لازم تصامیم ونیول سو.
د احتکار مخنیوي او نرخونو کنترول کمیسیون ته دنده وسپارل سوه چي د نرخونو کنترول کي د اصولو سره سم جدي اجراات وکړي ترڅو نرخونه په ښه ډول کنترول او خلګ له ستونزو څخه وژغورل سي.
مرستیال والي صاحب سپارښتنه وکړه چي ټول مسوولین دي په ګډه همږغۍ په خپله برخه کي لازمي کړني ترسره کړي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.