
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 18, 2025 at 07:43 AM
*د اته ګونو ناحيو د مسؤولینو سره ناسته تر سره سوه:*
دهلمند مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب نن په خپل کاري دفتر کي د اته ګونو ناحيو د عمومي مدیرانو سره ناسته تر سره کړه،
حافظ صدیق صاحب د ناحيو عمومي مدیرانو ته يو لړ سپارښتني وکړې.هغه په خپلو خبرو کي وويل: د تېرو کلونو باقيات بايد راټول سي، تاسو بايد هڅه وکړئ چي د سږکال د عوايدو د تحصیل تر څنګ د تېرو کلونو د باقیاتو تعرفې هم هغو ښاريانو ته ورکړي کوم چي باقيات یې پر ذمه پاته دي.
حافظ صدیق صاحب زياته کړه: د ناحيو اړوند ساحو ته بايد جدي پاملرنه وسي، د چريو پاکوالی، د پارکونو ابیارۍ او د سړکونو جارو کولو په برخه کي بايد نظارت وسي، که چېري په کومه برخه کښې کمي لیدل کېدل بايد ستونزي یې پر وخت حل سي.
د ناحيو د عمومي مدیرانو په استازولۍ د دوهمي ناحیې عمومي مدیر حافظ مولوي عمير ښاروال صاحب ته ډاډ ورکړ چي ساحوي ستونزي به حل کوي او د عوايدو د تحصیل په برخه کښې به پوره هڅه کوي.
د يادوني وړ ده چي د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري سږکال يو شمېر اساسي پروژې په نظر کي نيول سوي دي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هــ ق
هلمنړولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.