
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 18, 2025 at 09:37 AM
*دهلمند ولایت کرني رئیس ددې ادارې له آمرینو او مدیرانو سره اداري ناسته وکړه*
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج صاحب په مشرۍ ، ددې ادارې د اړونده آمرینو او مدیرانو ترمنځ اداري ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د ځمکو دتنظیم آمر ، طبعي منابو آمر ، دکرنیزو چارو آمر ، د زکات د تنظیم آمر ، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ، د اصلاح سویو تخمونو تصدیق ورکولو آمر ، د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر ، د کارکوونکو چارو مدیر ، دمحاسبې ، اجرائیه او مالي او اداري مدیرانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل سوه. وروسته په نوبت سره اړونده آمرینو خپلي لاسته راوړني شریکي کړې چي په مفصل ډول ورباندي بحث او خبري وسوې.
وروسته دچارو ښه بهبود په موخه د کارکوونکو د اضافه کارۍ ، د کارکوونکو د تقرر ، تبدیلۍ او منفکۍ ، سفریې ، د اجناسو د خریدارۍ ، د بریښنا او دفتري وسایلو همدارنګه د اداري اسنادو د سلسله مراتبو ، دکارکوونکو د حاضرۍ او نورو مواردو کي په ازاد او مفصل ډول بحثونه او خبري وسوې.
په نننۍ ناسته کي دارنګه مسؤولینو په خپلو کاري برخو کي یو شمېر ستونزي او وړاندیزونه هم شریک کړل چي دحل په برخه کي ورته د اقداماتو ډاډ ورکول سو.
وروستیو کي د کرني رئیس صاحب لخوا د حاضرۍ د پابندۍ، پر وخت د مراجعینو ستونزو ته رسیدنه ، د امراوو اطاعت او په اخلاص سره د کارونو پرمخ وړلو برخه کي آمرینو او مدیرانو ته لازمي سپارښتني او لارښووني وسوې.
غونډه ددُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه ٢١/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.