
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 18, 2025 at 01:11 PM
*دهلمند ګرشک ولسوالۍ کي د "۵۰" زره جریبه امارتي ځمکي د تشخیص او تثبیت بهیر پیل سو*
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب سوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي له لوري د ګرشک ولسوالۍ اړونده ساحه کي نږدې ۵۰ زره جریبه ځمکه بررسي کېږي.
په همدې موخه یو ګډ تخنیکي پلاوی چي د مسلکي انجنیرانو په ملتیا د امارتي قضایاوو آمر او د تخنیکي پلاوي د سکرتریت په مشرۍ ګمارل سوی دی ، د سنګین ــ ګرشک دوراهي ته څېرمه سیمو نه بیا تر حیدرآباد او میرمنداب پوري د پراخي ځمکي د کوردیناتي نقاطو، جغرافیایي ابعادو او عمومي حالت د معلومولو لپاره ساحې ته تللی دی.
د یادي لیدني موخه دا ده چي د یادې ځمکي دقیقه تخنیکي ارزونه تر سره او ورپسې د امارتي او شخصي ملکیتونو ترمنځ تفکیک وسي، ترڅو د غصب سوو املاکو د تشخیص او تثبیت له پروسې وروسته دغه معلومات د استرداد په موخه مرکزي کمیسیون ته ولېږل سي.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مسؤولین وايي چي دغه پروسه د انفاذ قانون پر بنسټ او له ټولو مسوولو ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي، ترڅو د دولتي شتمنیو د ساتني او غصب د مخنیوي په برخه کي شفاف ګامونه پورته سي.
د یادوني وړ ده چي د امارتي ځمکو د تثبیت او بېرته راګرځولو پروسه د اسلامي امارت له مهمو اولویتونو څخه شمېرل کېږي چي تر دې وړاندي هم هلمند کي زرګونه جریبه امارتي ځمکه تر تشخیص ، تثبیت او استرداد وروسته بیت المال ته سپارل سوې ده.
نېټه ٢١/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.