
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 18, 2025 at 02:59 PM
*د عامي روغتیا ریاست د همږغۍ اوهمغړیتوب میاشتنۍ غونډه ترسره سوه:*
نن چهارشنبه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د همږغۍ او همغړیتوب غونډه د هلمند ولایت د عامي روغتیا سرپرست رئیس الحاج ډاکټر نقیب الله فاتح په مشرۍ ترسره سوه.
لومړیو کي غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت کولو سره پیل سوه، ورپسې د عامي روغتیا سرپرست رئیس ټولو ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته د روغتیا ریاست پر عمده لاسته راوړنو ، ستونزو ، باکیفیته خدماتو ، عامه پوهاوي او خلګو ته د روغتیا په برخه کي پر اسانتیاوو مهمي خبري وکړې.
همداراز ده وویل د مؤسساتو مسؤولین دي د خپلو روغتیایي مراکزو روغتیایي خدمات ګړندي کړي تر څو خلګو ته د روغتیا په برخه کي آسانتیا برابره سي ، په ورته وخت کي یې مسؤولینو څخه وغوښتل چي ټولو اړوند روغتیایي مراکزو ته د پلان مطابق درمل او طبي تجهیزات ولیږل سي تر څو خلګو ته بشپړ روغتیایي خدمات وړاندي سي.
په غونډه کي د تېري میاشتي د فعالیتونو راپور د عامي روغتیا ریاست مالي او اداري مدیر ډاکټر ممتاز احمد وړاندي کړ د هلمند پر روغتیایي حالت اساسي بحث وسو، پرتې ستونزي وڅېړل سوې او د نوښتونو په اړه يې یادونه وسوه.
هېره دي نه وي چي دا غونډه په هره میاشت کي یو ځل دایریږي چي د هلمند د روغتیا اساسي کارکوونکو ترڅنګ د یو شمېر نورو ارګانونو غړي هم ګډون کوي او د ولایت په کچه د روغتيا اړوند ستونزي، غوښتني او نوښتونه څېړل کيږي تر څنګ يې راپور وزارت ته لېږل کیږي او پر وخت اجراات ورباندي کيږي.
وروسته یاده غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل.
نېټه: ۱۴۴۶/١٢/٢١
هلمند ولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.