
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 18, 2025 at 03:42 PM
*هلمند کي د تېلو اتحادیې او احتکار مخنیوي کمېسیون له مسؤولینو سره ناسته ترسره سوه:*
نن د هلمند ولایت صنعت او سوداګرۍ خوني رئیس قاري محمد نسیم"عبدالرحمان"صاحب د تېلو اتحادیې او احتکار مخنیوي کمېسیون له مسؤولینو سره د یوې غونډي پر مهال ولیدل.
دغه ناسته کي صنعت او سوداګرۍ رئیس ټینګار وکړ چي د احتکار مخه باید ونیول سي او نرخونه کنټرول کړل سي. نوموړي د تېلو پمپونو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه وې ویل:چي تېل باید تر ټاکل سوي نرخنامې په زیاته بیه ونه پلورل سي.
احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول کمېسیون مسؤولینو د خپلو خبرو پر مهال وویل: موږ به پر وخت او زمان نرخونه کنټرول کړو او د احتکار مخه به ونیسو؛همدا شان تېلو پمپونو مسؤولینو ډاډ څرګند کړ وې ویل: موږ به د ټاکل سوي نرخنامې مطابق تېل پلورو.
یادوني وړ ده چي یادي ناستي کي پرېکړه وسوه چي یو لېټر ساده تېل بیه"۶۲" افغانۍ،یو لېټر سوپر تېل بیه"۶۵" افغانۍ او د یو لېټر ډېزل بیه ۶۵ افغانۍ وټاکل سوه.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.