
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 18, 2025 at 04:58 PM
*احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول کمېسیون د صنعت او سوداګرۍ رئیس او د تېلو د اتحادیې له مسؤولینو سره غونډه وکړه:*
نن د هلمند ولایت احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د صنعت او سوداګرۍ له رئیس او د تېلو د اتحادیې له مسؤولینو سره د غونډي تر څنګ د یو شمېر خوراکي توکو او ګازو شرکتونو څخه هم لیدنه وکړه.
یاد ګډ کمېسیون، چي د بېلابېلو امارتي ادارو استازي پکښې غړیتوب لري، مشري یې د ولایت مقام پر غاړه ده او د دارالانشاء چاري یې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پر مخ وړي.
په غونډه کي د تېلو د نرخونو د تنظیم په موخه د کمېسیون استازو د تېلو اتحادیې له مسؤولینو سره مفصل بحث وکړ، چي په پایله کي یې دواړو خواوو د نرخونو په تعین هوکړه وکړه.
دغه ناسته کي پرېکړه وسوه چي یو لېټر سوپر تېل په"۶۵" افغانۍ، ساده تېل یو لېټر په"۶۲" افغانۍ،ډېزل لېټر"۶۵"افغانۍ او ګاز کېلو په"۵۵"افغانۍ وټاکل سوه.
مسؤولین زیاتوي چي پورته نرخونه تر بلي نرخنامې پوري د تطبيق وړ دي او هغه کسان چي سرغړونه کوي د قانون منګولو ته به وسپارل سي.
د یادي غونډي وروسته دغه کمېسیون د لښکرګاه ښار په لومړی او دوهمي ناحیو سیمو کي د یو شمېر ګازو شرکتونو او له دوه"۲"بابه شرکتونو څخه د خوراکي توکو د احتکار مخنیوي په موخه څارنه وکړه.
ورته مهال د شرکتونو او اتحادیې مسؤولینو د یاد کمېسیون له جوړښت او فعال حضور څخه خوښي وښوده او مننه یې وکړه چي پر وخت څارنه کوي.
د یادولو وړ ده چي ددغه کمېسیون له لوري په تېر کي هم ورته څارني ترسره سوي دي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۱ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.