
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 05:12 AM
*مرستیال والي د ګڼ شمېر مسوولینو سره وکتل:*
تېره ورځ د هلمند مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي"حماس"صاحب په خپل کاري دفتر کي داسلامي پولیسو دښوونیز مرکز قوماندان الحاج مولوي عبدالصمد"مبارک"دفقهي مجالسو رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن"ایوبي"د ګرشک ولسوال حاجي معاون"شرافت"دګرشک ښاروال مفتي قدرت الله "وصال" او یو شمېر نورو رئیس صاحبانو او مسوولینو سره وکتل.
راغلو مسوولینو ځیني هغه مهم مسایل شریک کړه چي د ولایت مقام سره یې تعلق درلود.
د ستونزو پر حللارو،جزیاتو او بېلابېلو اړخونو بحثونه وسوه،مشورې شریکي او د راتلوونکو پلانونو په اړه خبري وسوې.
مرستیال والي صاحب په خپله برخه کي مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د کارونو د لاښه والي او چارو لا ښه سمون په موخه یې ورته سپارښتني وکړې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.