
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 10:55 AM
*هلمند کي د (۳۳) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د شیدو پروسس کولو یو مرکز جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل سو*
دهلمند ولایت کرني،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي ملاتړ ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوټي ته څېرمه سیمه کي د (۳۳) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د شیدو پروسس کولو مرکز جوړ او ګټي اخیستنې ته رسماً وسپارل سو.
د یاد مرکز د ګټي اخیستنې په مراسمو کي د کرني ریاست دمالدارۍ او څارویو روغتیا آمر ، د ګڼو ادارو استازو ، د هالینډ کمیټې د دفتر استازي د سیمۍ مالدارنو او فارم لرونکو ګډون کړی وو.
په ورته مهال د هالینډ کمیټې د دفتر استازي ، دمالدارۍ او څارویو روغتیا آمر او نورو ګډونوالو په خپل وار سره د دغه مرکز په ارزښت خبري وکړې.
دوی یاد مرکز دمالدارانو د لبنیاتو د پروسس او بازراموندني لپاره ډېرګټور وباله او زیاته یې کړه چې یاد مرکز به د مالدارنو ستونزو په حل کي زیاته مرسته وکړي.
یادولو وړده یاد مرکز په اته ساعتونو کې۲ زره او پنځه سوه لېټره شیدو پروسس کولو ظرفیت لري.
نېټه ٢٢/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.