هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 11:02 AM
*د هلمند د کرني ریاست لخوا په څېړنیز فارم کي ګڼ فعالیتونه روان او یاهم سرته رسیدلي دي* د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تحقیقاتو عمومي مدیریت د تېري یوې میاشتي په لړ کي د بولان څېړنیز فارم کي ګڼي کرنیزي تجربې او علمي چاري سرته رسولي دي. په دغه چارو کي د پسرلني فصل لپاره د ۱۷ جریبه ځمکي په کچه کرنیز پلان ، د پختې، جوارو او سویابینو ۵ سیته تجربې ، د اګرانومي اړوند ۶ سیته تجربې ، د نباتي ناروغیو پر وړاندي د کنټرول یوه تجربه په عملي ډول تطبیق سوي دي. دارنګه د سبزیجاتو (پیاز، کشنیز، هندوانې، مرچ، بېنډۍ، رومیان، بانجان) نمایشي قطعات او د مورني تخمونو تولید پیل سوی. ددې ترڅنګ د تیلي او صنعتي نباتاتو لکه کنځله، ممپلي، لمرګلي، پخته، مصور، ماش، سویابین او لبلبو نمایشي قطعات او د هستوي/مورني تخمونو تولید روان دی. همدارنګه د مېوه جاتو نمایشي کرنه، د شنو شاخونو اصلاح او د مورنیو بڼونو ساتنه هم ترسره سوې. په یاد فارم کۍ د تجربو پر مهال د ځمکو خشاوه، د سپیني سري استعمال، د اوبو ورکول، زراعتي درمل کارول او علمي معلوماتو (دیتا) راټولول دوام لري. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتومرکز.

Comments