
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 11:12 AM
*هلمند کي د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کي پیل سوه.*
نن ورځ پنجشنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د ۱۴۰۴ هـ ش کال کانکور ازموینه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کي پیل سوه. په دې مراسمو کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، د پوهني رئیس، د ازموینو ملي ادارې استازو او ګڼ شمېر داوطلبانو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پرانیستل سوه. وروسته د هلمند ولایت د پوهني رئیس مولوي محمد عوض "انصاري" صاحب ګډونوالو ته وینا وکړه.
نوموړي د داوطلبو ځوانانو د هڅوني په موخه وویل:
تاسي د دې وطن راتلونکي رهبران یاست. هڅه وکړئ چي د خپلو لوړو زده کړو له لاري د دین، هیواد او اولس خدمت وکړئ.
ښاغلي انصاري زیاته کړه چي د اسلامي نظام په هڅو د هېواد بچیانو ته د هېواد دننه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچي د زده کړو اسانتیاوي برابري سوي، نو په کار ده چي ځوانان د دې ستر فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي.
ورپسې د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي مشر مولوي مدیر جان کوټوال، ګډونوالو ته د کانکور ازمویني په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. نوموړي څرګنده کړه چي سږ کال کانکور ازموینه به د ملي ادارې له خوا په پنځه پړاوونو کي واخیستل سي، چي دوهم پړاو یې هلمند او یو شمېر نور ولایتونه رانغاړي.
ښاغلي کوټوال ډاډ ورکړ چي ازمویني به په بشپړ شفافیت او د روڼتیا له اصولو سره سم ترسره سي. هغه وویل چي د سوالیه پاڼو ارزونه او د نتایجو اعلان د یو ځانګړي سیسټم له لاري تر سره کېږي، چي د هر ډول درغلۍ او لاس وهني مخه نیسي.
د غونډي وروستۍ وینا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال وکړه، نوموړي د ازموینو ملي ادارې څخه د زړه له کومي مننه وکړه او ویې ویل چي دا اداره د هېواد د استعدادونو د تشخیص لپاره له اخلاص، ژمنتیا او روڼتیا سره هڅي کوي.
نوموړي داوطلبانو ته توصیه وکړه چي په سکون او غور سره ازموینه ورکړي او د خپل خوښي مطابق پوهنځی انتخاب کړي، ځکه کانکور د ژوند یو خورا مهم پړاو دی.
د غونډي په پای کي، د مرکز څخه راوړل سوي امتحاني صندوقونه د مسؤولینو، څارونکو او داوطلبانو په مخ کي پرانیستل سول او غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.