هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 11:13 AM
*هلمند کي د خټکي مچ د مخنیوي په موخه بزګرانو ته زده کړي ورکول سوې* د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د نباتاتو د ساتني او قرنطین عمومي مدیریت له خوا، د مرکز لښکرګاه په سرکار سیمه کي یو شمېر خټکي پالونکو کروندګرو ته د خټکي د مچ د مخنیوي په اړه میخانیکي لارښووني وړاندي سوې. په دغه روزنیز پروګرام کي کروندګرو ته هم عملي او هم نظري زده کړي ورکړل سوې، چي له مخي یې دوی ته وښوول سول چي څنګه کولی سي د خټکي کوچنۍ مېوې د ټوکر په خریطو وپوښي تر څو له مچ او نورو حشراتو څخه خوندي پاتي سي. کروندګرو ته سپارښتنه وسوه چي له بې‌ځایه کیمیاوي دواګانو څخه ډډه وکړي او پر ځای یې له مؤثرو میخانیکي میتودونو ګټه واخلي. د دغو اقداماتو له لاري به کروندګر وکولای سي ښه، باکیفیته او له زیانه پاک حاصل تولید کړي، چي نه یوازي به بازار ولري بلکي د صادراتو وړتیا به هم ترلاسه کړي. نېټه: ١٤٤٦/١٢/٢٢ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments