
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 11:19 AM
*هلمند کي بزګرانو ته د پختې د آفتونو د مخنیوي په موخه زده کړي ورکول سوې*
د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د نباتاتو د ساتني او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د سرکار سیمه کي د پختې کروندګرو ته د پنبې د آفتونو د مخنیوي په اړه میخانیکي لارښووني وکړې.
په یاد پروګرام کي کروندګرو ته وضاحت ورکړل سو چي پنبه له ګڼ شمېر ناوړو آفتونو سره مخ کېږي، چي د پام وړ اقتصادي زیانونه اړوي. دغه آفتونه او ناروغۍ په بېلابېلو ډولونو او مختلفو نومونو منځته راځي.
مسؤولینو کروندګرو ته سپارښتنه وکړه چي د دغو آفتونو د کنټرول لپاره باید پر خپل وخت میخانیکي مبارزه ترسره سي، تر څو باکیفیته او له آفتونو پاک حاصلات ترلاسه سي.
نېټه: ١٤٤٦/١٢/٢٢ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.