هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 11:22 AM
*مارجې ولسوالۍ کي د پالېزونو له کروندو لیدنه وسوه* د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ کي ، د کرني ریاست اړوند د یادي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسلکي کارکوونکو د شیرین دل بازار په حوزه کي د خټکي، هندوانې، بېنډۍ او رومیانو له پالیزونو او کښتونو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. په دې ارزونه کي بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي لپاره د میخانیکي طریقو، د مؤثرو او باکیفیته کیمیاوي درملو د استعمال، د مناسبو سري ورکولو او منظمي اوبه‌لګوني په اړه عامه پوهاوی ورکړل سو. د سیمي بزګرانو د زراعت له کارکوونکو څخه د معلوماتو او لارښوونو له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د زراعت له ادارې څخه د کیمیاوي درملو او اصلاح سویو تخمونو غوښتنه وکړه. نېټه ٢٢/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments