
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 11:43 AM
*د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او مارجې ولسوالیو کي د تب کانګو د ویني بهونکو کنو د مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاین پیل سو*
یاد کمپاین د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني صحت آمریت په لارښوونه او همغږۍ ترسره کېږي، چي هدف یې د تب کانګو وژونکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او د خلکو د روغتیا خوندیتوب دی.
په کمپاین کي د سیمو مالدارانو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، د څارویو ساتلو طبیلې ، بازارونه او نور حساس ځایونه دواپاشي کېږي. مسلکي ټیمونه یې عملي پلي کوي او هڅه کېږي چې د کنو د نسل پرېکون ته زمینه برابره سي.
د کرني ریاست مسؤولینو له خلکو غوښتنه کړې چي له تخنیکي ټیمونو سره همکاري وکړي او د خپلو څارویو د سلامتیا لپاره پاملرنه زیاته کړي.
نېټه ٢٢/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.