هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 12:57 PM
*د لښکرګاه ښاروالۍ د مشورتي بورډ پنځلس ورځنۍ غونډه تر سره سوه::* د هلمند مرکز لښکرګاه ښاروالۍ د مشورتي بورډ د غونډو په تالار کي د لښکرګاه ښاروال او د مشورتي بورډ رئيس الحاج حافظ صدیق صاحب په مشرۍ د مشورتي بورډ پنځلس ورځنۍ غونډه تر سره سوه. په ياده غونډه کي د ښاري حکومتولۍ آمر ملافیض الله اخند، د مشورتي بورډ مرستيال عبدالولي درانی او د مشورتي بورډ غړو برخه درلوده. د اجنډا سره سم غونډه د قران کريم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل سوه. د مشورتي بورډ رئیس او لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق صاحب د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه: ستاسو له لوري د پېشنهاد کړل سوو يو شمېر پروژو چاري به ان شاء الله ډېر ژر پیل سي، موږ د ښار پر اساسي پروژو لکه د امنيه قومندانۍ د مخ سړک او د فري زون د سړک چاري عملا پیل کړي دي. د سړکو نو په مخ کي موانع مو د ښاريانو سره په تفاهم لېري کړي. د مشورتي بورډ اړوند کمېټو خپل د کړونو راپور د مشورتي بورډ رئیس ته وړاندي کړ. د مشورتي بورډ د کمېټو مسؤولينو د حافظ صدیق صاحب څخه مننه وکړه او په هره برخه کي یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. غونډه په دعائيه وینا سره پای ته ورسېدل. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments