
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 02:08 PM
*د پاسپورټ آمریت له لوري په زرګونه جلده پاسپورټونه توزیع سوي او په ميليونونو افغانۍ عوايد ترلاسه سوي دي:*
د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ اړوند پاسپورټ آمريت له لوري د تېرو درو مياشتو په جريان کي پنځه زره درې سوه شپږپنځوس (۵۳۵۶) جلده پاسپورټونه توزيع سوي چي په ميليونونو افغانۍ عوايد ترلاسه سوي او اسلامي امارت و خزانې ته سپارل سوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني وايي: د روان ۱۴۰۴ مالي کال په لومړی ربعه کي د ځوانانو، ماشومانو او عاجلو ناروغانو لپاره يې پنځه زره درې سوه شپږپنځوس (۵۳۵۶) جلده پاسپورټونه توزیع کړي چي په ميلیونونو افغانۍ عوايد ور څخه تر لاسه سوي او د اسلامي امارت خزانې ته سپارل سوي دي.
د ښاغلي حقاني په وينا د پاسپورټ آمریت اوس ټولو هلمند میشتو ته پوره آسانتیاوي برابري کړي، چي پخوا به يې د اسنادو طی مراحل په ورځو وخت نيوی؛ اوس مراجعه کوونکي کولای سي د نيم ساعت په جريان کي خپل ټول اسناد طی مراحل کړي او د عاجلو ناروغانو لپاره ځانګړې پروسه موجوده ده چي بهر ته تلونکي عاجل ناروغان کولای سي په ډېر لږ وخت او بیله کومه ځنډه څخه خپل پاسپورټونه تر لاسه کړي.
همدارنګه پاسپورټ آمریت ته د نارينه او ښځينه مراجعه کوونکو لپاره جلا جلا منظم انتظار ځايونه، اوداسه، لمانځه لپاره ځايونه او نوري اسانتیاوي هم برابري سوي چي مراجعه کوونکي به په ارامه او ډاډمنه توګه سره کارونه تر سره کولای سي.
پاسپورټ آمریت ته راغلي مراجعه کوونکي هم د پاسپورټ آمريت د دې اسانتياوو څخه خوښي څرګنده وي او وايي: د پخوا په پرتله اوس ډېر سهولت راغلی د هفتو کار اوس د نيم ساعت په جريان کي تر سره کيږي او د انتظار لپاره منظم د ناستي ځای او ارام چاپېريال برابر سوی دی.
نيټه ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ ھ ق.
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.