هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 05:33 PM
*د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ملي راډیو تلوېزیون کارمندانو ته یو ورځنی روزنیز پروګرام ورکړل سو:* نن ورځ پنج شنبه، د هلمند ولایت مقام په لارښوونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ملي راډیو تلوېزیون کارمندانو ته یو ورځنی روزنیز پروګرام ورکړل سو. په دې یو ورځني پروګرام کي کارمندانو ته د پلان، کاري راپور او ارزیابۍ فورمونو جوړولو په اړه بشپړ تشریحي معلومات وړاندي سوه. د یاد پروګرام په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر استازي ښاغلي رحیمي وویل: موږ به داسي روزنیز پروګرامونو ته لا ادامه ورکړو تر څو د کارکوونکو ظرفیت لوړ او د نظام او ولسونو لپاره ښه خدمت وکړي. د يادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر له لوري دې ته ورته سمينارونه په يو شمېر نورو ادارو کي ترسره سوي دي. نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments