
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 05:35 PM
*ناوې ولسوالۍ کي د دوو"۲" کورنيو دوښمني په دوستۍ بدله سوه:*
نن د هلمند ولايت ناوې ولسوال الحاج مولوي شاه محمدجلال صاحب په هلو ځلو ددغه ولسوالۍ د باغ رباط د سیمي د دوو"۲" کورنیو تر منځ دوښمني په دوستۍ بدله سوه.
ښاغلي د خپلو خبرو پر مهال وویل:اسلام د ورورلۍ او شفقت دین دی، ټول مسلمانان باید یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او د ستونزو پر وخت ورسره مرسته وسي.
نوموړي دواړو لورو څخه مننه وکړه چي سولي ته یې غاړه کښېښوده او یو بل ته يې د دوستۍ غاړه ورکړه.
ورته مهال د ناوې ولسوالۍ ځایي اوسیدونکو د مسؤولینو ددغه نېک ګام ستاینه وکړه، وې ویل: چي نوري دوښمنۍ هم باید په دوستۍ بدلي سي.
يادوني وړ ده چي د ناوې ولسوالۍ د باغ رباط سیمي د یادو اوسیدونکو د شخړي په پایله کي د کالدار اکا د زامنو له لوري د محمد اسماعیل زوی وژل سوی و چي نن یې د مسؤولینو له لوري روغه جوړه وسوه.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.