هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 06:07 PM
*د پولیسو فرمانونو او حکمونو د تعقیب اونظارت آمریت کي غونډه وسوه:* نن ورځ پنجشنبه د هلمند پولیسو فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت آمر الحاج مولوي محبت الله"محبت" صاحب په خپل کاري دفتر کي ددې آمریت له مسوولینو، مامورینو او ناوې او نادعلي د تعقیب او نظارت له نظامي مسوولینو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو،احکامو او هدایاتو او د ریاست الوزراء عالي مقام احکامو او هدایاتو د تعقیب او نظارت،تطبیق،قانونیت او همدارنګه د کابينې او اقتصادي کمېسیون مصوبو برخه کي پر ګڼ شمېر اړوند موضوعاتو بحث وسو او د چارو د لا ښه سمون په موخه لازم تصامیم ونیول سوه. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هــ ق هلمند ولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments