
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 19, 2025 at 06:32 PM
*د پولیسو فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت آمر د ګڼ شمېر مسوولینو او مراجعینو سره وکتل:*
تېره ورځ د هلمند پولیسو فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت آمر الحاج مولوي محبت الله"محبت"صاحب په خپل کاري دفتر کي څلورمي شهرا له قوماندان حاجي سراجي صاحب،د امنیه قوماندانۍ ددعوت او ارشاد مسوول بهرمن مولوي صاحب،دمحل تجمع قوماندان حنفي مولوي صاحب او ګڼ شمېر نورو مسوولینو او مراجعینو سره په جلا جلا ډول وکتل.
په دې لیدنو کتنو کي د راغلو مسوولینو او مراجعینو مطرح سوي مسایلو اړوند خبري وسوې،ستونزي واورېدل سوې او په اړه یې د حللارو موندلو ترڅنګ لازم تصامیم ونیول سوه.
همداراز د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو،حکمونو او هدایاتو،د رئیس الوزراء عالي مقام د حکمونو او لارښوونو او همدا ډول د کابینې او اقتصادي کمېسیون د مصووبو او تقنیني سندونو د تعقیب او نظارت،تنفیذ،نقض مخنیوي او په دې برخه کي د ګډي همکارۍ پر کړنلاره خبري وسوې.
ښاغلي حاجي محبت مولوي صاحب سپارښتنه وکړه چي د فرامینو،احکامو،هدایاتو،مصووبو او تقینیني اسنادو د تعقیب او نظارت برخه کي باید ټول په ګډه له یو بل سره همکاره سو ترڅو یو اصولي جوړښت رامنځ ته او د ستونزو حل لپاره اساسي کار وسي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.