
Muhammad Shakeel
June 18, 2025 at 01:13 PM
*د سواد کچه به ولې نه لوړيږي؟*
څلور کاله وړاندې زما د معلوماتو پۀ اساس د سعودي عربستان پۀ "الجامعة الإسلامية" پوهنتون کې محصلينو ته مياشتنۍ 800 رياله بدل اعاشه، د اوسېدو کوټه او خوراک ورکول کېدلو. د سعودي پۀ نورو معتبرو پوهنتونونو کې ممکن امتيازات د دې برابر يا ترې لوړ وي.
کله چې محصل پۀ اقتصادي لحاظ خودکفاء وي؛ نو بيا يې ذهن درسونو ته پوره آماده وي، روحيه يې جوړه وي او د پيسو لۀ خوارۍ ترې درسونه پۀ نيمايي کې نه پاتې کيږي. د دا ډول امکاناتو پۀ شتون کې هر څوک کوالی شي چې زده کړې سر ته ورسوي.
تقريباً ۱۷ کاله پخوا يو افغانی چې پۀ سعودي کې لۀ خپلې کورنۍ سره اوسېده؛ يو مهال لۀ بد اقتصادي وضعيت سره مخ شو او ډېر قرضداره هم شو. دغه افغاني خپلې پنځۀ لوڼې پۀ مدرسه کې داخلې کړې، تقريباً کال بعد يې د خپلو لوڼو پۀ بدل اعاشه باندې ټول قرضونه خلاص کړل او هم يې لورانې باسواده شوې!
هغه افغان مسافر چې پۀ سعودي کې لۀ بل چا سره پۀ مزدوري کار کوي، که د ويزې، اقامې او نور... مصارف لۀ خپل معاش څخه لرې کړي، فکر نه کوم چې 800 ريال دې پۀ مياشت کې ورته پاتې شي!
کله چې د زده کړو لپاره دومره امکانات برابر وي؛ نو د سواد کچه به ولې نه لوړيږي؟

❤️
💯
👍
8