محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
May 24, 2025 at 08:39 AM
د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا! د ذوالقعده الحرام ۲۶مه، ۱۴۴۶ د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کیدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کیږي. په همدې اساس مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳ ، ۴۰۴ ، ۵۸۰) وسایطو په شمول کولای شي، چې د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل( فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو، په ۲۴ ساعته ډول تګ راتګ وکړي او ټولو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته په اصلي مسیر د تګ اجازه ورکول کیږي. ټولګټو وزارت له درنو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د يادې لويې لارې د کار د ښه ترسره کیدو په موخه دې د جوزا مياشتې له ۳مې نيټې، د اصلي مسیر د روان کال د کاري پلان تر بشپړیدو پورې له حوصله مندۍ څخه کار واخلي. د یادونې وړده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اړوند د یو شمېر برخو د کانکریټ اچونې کارد تیر کال بشپړ کړی دی. د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر ///// اطلاعیه وزارت فوایدعامه در مورد تردد وسایط مسافربری و باربری از شاهراه سالنگ ها ۲۶ ذوالقعده الحرام،‌ ۱۴۴۶ وزارت فوایدعامه ا.ا.ا کار بازسازی باقی مانده شاهراه سالنگ ها را آغاز نموده است، که بمنظور تطبیق بهتر این پروژه مسیر اصلي این شاهراه بروی رفت و آمد وسایط مسافربری و باربری مسدود می‌گردد. به همین دلیل وسایط مسافربری به شمول وسایط (۳۰۳ ، ۴۰۴ و ۵۸۰) می‌توانند که از مسیر بدیل(فرعی) این شاهراه دوطرفه بطور ۲۴ساعته رفت و آمد نمایند و تمام وسایط باربری بطور نوبتوار؛ یک شب از طرف شمال به جنوب و شب دیگر از طرف جنوب به شمال اجازه تردد داده می شود. وزارت فواید عامه از تمام هموطنان عزیز تقاضا می نماید تا بمنظور تطبیق بهتر این پروژه سر از تاریخ ۳ جوزا سال روان و الی تکمیل پلان کاری سال روان مسیر اصلی این شاهراه از حوصله مندی کار بگیرند. قابل یاد آوریست،‌ وزارت فواید عامه کار کانکریت ریزی شماری از قسمت های این شاهراه را در سال گذشته تکمیل نموده است. دفترمطبوعاتی وزارت فوایدعامه

Comments