
اسلام؛ د ژوند قانون
June 16, 2025 at 06:04 AM
دوکتور لطف الله خیرخوا صاحب لیکي:
د ايران له پېښې سره زموږ په خواله رسنيو کې بل بحث را پورته شوی. وايي چې اسرائيلو د ايران ملايان ونه وژل، ساينسپوهان يې ووژل. او دا ځکه چې ساينس مهم دی، مګر اسلامي امارت ساينس ته ارزښت نه ورکوي. موږ پوهېږو چې دا يوه مغالطه ده او د دواړو خبرو تر منځ څه اړيکه نه شته، خو بيا هم بايد د ذهنيتونو د ژغورنې لپاره يو څه وويل شي.
لومړۍ خبره دا ده چې ساينسپوهان خو پاکستان، ترکيه او شمالي کوريا هم لري، ولې نه وژل کېږي؟ سره له دې چې درې واړه هېوادونه په سختو جګړهييزو معضلو کې ګېر هم دي. د دې خبرې د تکميل لپاره بل سوال هم مهم دی، چې دا څلوېښت کاله چې زموږ ملايان، استادان او عام مسلمانان شهيدانېدل دا ټول ساينسپوهان وو؟ ښه، ولې شيهدان کړل شول؟
اصل ټکی د دښمنۍ دی. څوک چې د استعمار پر ضد وي، څوک چې د غلامۍ پر ضد وي، څوک چې د استقلال او حريت غوښتونکی وي، هغه ته د دښمن په سترګه کتل کېږي او په نښه کېږي.
د ايران ساينسپوهان يوازې ساينسپوهان نه وو، بلکې ستر پوځي فکر لرونکي خلک هم وو. دا چې اسرائيلو په نښه کړل، د دښمنۍ له امله يې په نښه کړل، ګڼي د پېښورو خبره ساينسپوهان خو په نړۍ کې بلا شی دي. دا نکته مهمه ده چې ذهن کې وساتل شي.
دوهمه موضوع دا ده چې دا پېښه ولې د اسلامي امارت پر ضد تبليغېږي؟
د اسلامي امارت پر مهال چې په علمي پروګرامونو کې کوم پر مختګ راغلی، د نړۍ د انډوخر وخت کې يې چا تصور هم نه شو کولی. يوازې د فوق لېسانس د پروګرامونو خبره نه کوم، بلکې ډېر داسې علمي پروګرامونه وو، چې هغه وخت موږ اصلا نه درلودل، خو موږ ورته شديده اړتيا درلوده. مثلا د بايو ټکنالوژۍ پروګرام، مثلا د پتالوژۍ پروګرام، مثلا د موادو د انجنېرۍ پروګرام، مثلا د مصنوعي ځيرکۍ پروګرام.. داسې لسګونه نور پروګرامونه دي چې اصلا په تېر کې بحث شوي لا نه دي، مګر اسلامي امارت ورته په ټول توان کار وکړ.
د لابراتوارونو په برخه کې چې کوم کار روان دی، له دې مخکې يې چا تصور هم نه و کړی. که خبره د ساينس د ارزښت وي، خو دغه دی. د لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه وکړئ چې ټول معلومات درکړي. د جونو موضوع يادول دلته اصلا مطرح نه دي. نه د جونو په مکاتبو د ساينس ارزښت ثابتېدای شي. دا جلا موضوع ده، په خپل سياق کې دې بحث شي.
پاتې شوه د علم موضوع؛ نو علم علم دی، توپير يې په کار نه دی، خو چې د علم لپاره وشي. که ماموريتونو ته ځان باسواده کېږي، دا بيا هېڅ برخه کې علم نه دی، نه شرعي او نه عصري. ټوله باسوادي ده، باسواده او عالم فرق لري.
له عثماني خلافته را وروسته تر ټولو ستره صدمه د شريعت عالمانو ته رسېدلې. شهيدان کړل شول، ژوندي د خاورو لاندې کړل شول، په ژوندون تر نوکونه او ويښته وويستل شول، د مرګ د هر ډول صورت تجربه پرې وشوه. دا په ټوله نړۍ کې وشول، علت يې څه دی؟ له دښمن سره لوری معلومول..
نړۍ له تکړه خلکو ډکه ده، خو د هويت د ساتنې طمع له هر چا نه کېږي، نه يې دښمن د توجه وړ ګڼي.
مننه