
اسلام؛ د ژوند قانون
June 17, 2025 at 06:28 AM
استاد اسامه جوهري:
ما به چې کله نړيوال فکري مبارزين ليدل چې عوامي بحثونه کوي، طنز او مزاح کوي، د خلکو ناسم اعتقادات رد کوي او بيا په ځواب کې ورته خلک بداخلاقه او بد رد کمنټونه کوي.
ماته به يې خوند نه راکوو بلکه ويل به مې چې د دې بدو ردو اورديدلو څخه ښه دا وه چې بيخي يې دا ناسم کار نه وی رد کړی، خلکو به ورته بد رد نه ويل.
خو د وخت په تيريدو پوهه شوم چې د خلکو نه ځان ساتنې په خاطر محافظه کاري سره مبارزه ډېره محدود کېږي ، بې اثره کوي يې، انسان مجبور دی چې خپله ټولنه پرېږدي او د غرب دوه درې سوه کاله مخکې فلسفې وټکوي، مبارزې سره د خلکو زړه تنګيږي او د خلکو په فکري بدلون ډېر بې اغيزې تماميږي.
ذهنيت سازي ورسره نه کېږي بلکه د يو بودا مبلغ په څير يوازې خلکو ته نرم نرم غږيدل وي او که په زرو کې د يو نفر ذهن دا خبره واخيسته ښه ده او کنه يې هغه هم ورسره نه سميږي.
په دې نکته پوهه شوم چې فکري مبارزه په عيني شکل کې ، د حال په ژبه، د حال په حالاتو، د موجوده مغالطو رد کولو ، د ژونديو خلکو په غيږه کې د جهالت بوتانو ماتولو باندې کېږي، خلکو سره يوه ذهني رابطه جوړول غواړي، يوې ديرې يا حجرې عمومي مجلس په څير کله طنز کله سخته کله جذباتي او کله نرمه خبره کول غواړي.
طبیعي خبره ده چې د چا په ذهن کې بوتان ماتوي نو قهر به هم ورزي، نفرت او کرکه به هم درنه کوي، کنځا او ډېر بد رد به هم وايي.
خو کمال دا وي چې ستا خبره لکه د وسوسې په څير د هغه په لاشعور کې محفوظه شي او د وخت په تيريدو يې دا خبره په ذهن کې خپله اغيزه کول شروع کړي، ياد نفر کله مياشت يا هم کله کال پس په دې خبره يو ځل بيا فکر کوي او د ده په ذهن کې پخواني بوتان بې اهميته کيدل شروع شي او همدا بيا د ذهني بدلون پيلامه شي.
طنز او مزاح ولې پکې موثر وي؟
هر کله چې يو انسان په يو څيز بغير د کوم دليله باور لري، نو هغې څيز ورته ډېر محترم وي او همدا احترام وي چې د ده په ذهن کې يې ځای نيولی وي.
که ته ورته سل ځله دليل سره اوايي چې دا مفکوره دې غلطه ده، ياد شخص ستا د دليل پر ځای هغه خپل ذهني احترام ته ترجيح ورکوي، خو که ته د طنز په ذريعه د ده احترام ماتول شروع کړې نو ياد شخص لپاره هغه څيز طنزونو سره عادي شي او هغه احترام يې په زړه کې کم شي.
اکر چې تاته به ډېره کنځا او بد رد اوايي خو د ده د لاشعور نه احترام والوځي، نو ځکه مناسب او مؤدبه طنز مؤثر تماميږي.
نو لهذا بنده چې د مبارزې او ليکدود کومه لاره اختيار کړه، کاملاً محاسبه شوې calculated ده او دا هر څه د بنده په ذهن کې دي او د الله په فضل ډېره اغيزمنه ده.
زما هيڅ نه خوښيږي چې کنځا واورم يا بې حيثيته کار وکړم يا سپک او بدورد سره خوښ يم، خو دا هر د يو هدف لپاره او الله نه د اجر متمني يم.
هميشه الله نه د حق طلب کوم او کوښښ کوم چې خلکو ته ضرر ونه رسوم.
کله چې هم ماکې کوم مشکل وي يا خبره ناسمه وي، زه هر ډول انتقاد ته تيار يم.
په اخره کې ټولو فکري مبارزينو ته د ورورولي مشوره ورکوم چې یقیناً دا لاره سخته ده خو ډېره زياته اغيزمنه ده ، مړه هغه به لا څنګه مبارزه وي چې مخالف پکې ونه لرې.
❤️
1