لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
June 17, 2025 at 05:00 AM
سحر امامی د ایران د دولتي تلویزون صداوسیما کارکوونکې ده، چې د یرغلګرو تر بمبار لاندې یې ژوندۍ خپرونه روانه وساتله او دې متانت هغه د #شیرزن_ایرانی په لقب مشهوره کړه. مېرمن امامی په ۱۳۶۴ش تهران کې زېږېدلې، زراعت یې لوستی خو له ۱۳۸۷ش راهیسې ژورنالیزم کې کار کوي. پر نورو ملتونو د کفارو د یرغلونو د عواملو له منځه یو دا هم وي، چې ګواکې تر برید لاندې هېواد بشري حقونه نه مراعتوي او د بیان ازادي یې محدوده کړې، نړۍوالو منشورونو کې د بیان ازادي د بشر مسلم حق بلل کېږي او که ترې تروړل کېږي نو ګواکې د ځپلو لپاره یې همدا پلمه هم بس ده. خو اوس چې د بیان په یوه مرکز او د هېواد په رسنیز ادرس برید کېږي، نو ملګرو ملتونو کې د یرغلګرو استازی یې توجیه کوي، هغه بي بي سي فارسی ته په بې پروایي وایي، دا خو جنګ دی دا پکې کېږي، خو موږ کوشش کوو تلفات را کم کړو! ایران سره له ټولو مخالفتونو، له موږ سره له ټولو زیاتیو، د امت پر وړاندې له ټولو ناسمو تصوراتو او تېرو ټولو ناسمو سیاسي تصامیمو، بیا هم د دې خاورې د کومې لرې درې په خیرن کلي کې د لانده سپي د لکۍ ویښته د یرغلګرو پر لومړي وزیر شرف لري! #واعدولهم #ناوک
Image from لیکنې او یاد داښتونه: سحر امامی د ایران د دولتي تلویزون صداوسیما کارکوونکې ده، چې د یرغلګرو ...
❤️ 1

Comments