
لیکنې او یاد داښتونه
June 17, 2025 at 07:01 AM
محمدیوسف بدري:
*نړۍ؛ ځنګل، عدالت؛ خیال، او انسان؛ قرباني*
نړۍ اوس د تمدن، پرمختګ او د بشر د حقونو شعارونه وهي، خو که په ژوره سترګه ورته وګورو، دا هر څه یوازې د الفاظو تر کچې محدود پاتې دي. رښتینی عدالت، د انسانیت درناوی او د اصولو مراعت نن د زورواکۍ تر پښو لاندې له منځه تللي.
نړۍ یو ځنګل ته ورته ده، چې پکې زورور پخپله قانون جوړوي، پخپله یې ماتوي او کمزوری تر ستوني تېروي.
دا داسې یو حالت دی چې د تمدن ادعاوې پکې د شرم وړ ګرځي.
نن انسان د علم او تکنالوژۍ تر بریده ورسېد، خو لا یې هم د رحم، عدل، غیرت، حیا او شرافت لوړې څوکې نه دي لمس کړې.
دا ډول پرمختګ چې انساني ارزښتونه پکې قرباني سي، شاتګ دی نه ترقي.
د حیرانتیا وړ دا ده چې دا وضعیت د دومره شعور، پوهې او دعوو سره هم بدتر کېږي، نه ښه.
راتلونکي نسلونه به شاید د تاریخ پاڼې را واړوي، په وینو رنګېدلي انځورونه به وګوري، د یتیمو ماشومانو چیغې به واوري او پوښتنه به وکړي چې د دې ظلم، وینې، بېعدالتۍ او حیوانیت مسؤولین څوک وو؟
خو ځواب یې همدا نننی زورواکی نظام دی.
دا نړیوال سیستم چې عدالت نه، بلکې ګټې یې محور دي، هغه لاسونه چې د سولهییزو ملتونو پر ضد د جګړې تڼۍ کاږي، هغه قلمونه چې د ظلم توجیه لیکي او هغه رسنۍ چې د حقیقتونو پر ځای پروپاګند خپروي.
نو اوس د تماشې وخت نه دی، انسان باید د خپل شرافت، وجدان او ایمان غږ ته غوږ ونیسي، باید ځان داسې وروزي چې د انساني ارزښتونو وارث سي.
نړۍ ته اړتیا ده چې د حیواني طبیعت له منګولو ووځي، او انسان خپل حیثیت بېرته واخلي.
راځئ چمتو سو! داسې تیار سو چې د عدالت، حق، عزت، او خدای ورکړي کرامت مشعل بېرته را و بولو.
راځئ زورواکۍ ته نه ووایو او انسانیت ته بلي.
دا زموږ وجیبه ده، که نه نو تاریخ به زموږ پر چوپتیا لعنت وایي.
❤️
❤
💯
7