
لیکنې او یاد داښتونه
June 18, 2025 at 03:53 PM
دا تصویر/ویډیو د انسانیت له سترګو پرده پورته کوي او د بشري وجدان لپاره یوه شرموونکې چیغه ده، د غزې د محاصرې، بمبار او قحطۍ له منځه دا راوتلی تصویر د بشر د دروغجنو شعارونو، د حقوقو د موسسو له دوه مخیتوب او د لوېدیځ له منافقانه تمدن څخه پرده پورته کوي.
دوه ټوټې ډوډۍ، یوه بوجۍ اوړه، یا څو څاڅکي اوبه، دا هغه څه دي چې دا سلګونه زره مظلوم مسلمانان یې د بمونو له باران، د خپلو شهیدو ماشومانو له غم، د ویجاړو کورونو له خاورو را ایستلي، خو د نړۍ وجدان یې لا نه دی را ویښ کړی.
د بشري حقونو موسسې چې د یوه حیوان د ژغورنې لپاره غږ پورته کوي، د دغو انسانانو چیغې نه اوري؟ د ملګرو ملتونو دروازې د دوی د وینو بوی نه حس کوي؟
د مظلومو فلسطینیانو وینې داسې تویېږي لکه بې ارزښته اوبه، او قاتل صهیونیزم لا هم د "دفاع" تر نامه لاندې خپل ظلم ته توجیهات جوړوي.
د دې چوپتیا تر شا یا دسیسه ده یا شراکت، او دا چوپتیا، له هرې مرګونې بمبارۍ نه دردوونکې ده!
تاریخ به دا حالت ولیکي، او نسلونه به د نن د مدني نړۍ دا خجالت د شرم یو تور فصل وګڼي.😰
❤️
1