خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 13, 2025 at 04:18 PM
*خوست کې د دريو کسانو د وژنې په تور تورن قاتل ونيول شو* د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د يادې ولسوالۍ د استخباراتو منسوبينو سره په شريکو عملياتو کې هغه کس نيولى چې څه موده مخکې يې په تڼيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې درې کسان وژلي و او له سيمې تښتيدلى و. پر دريو قتلونو تورن نيول شوى کس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو ميل کلاشينکوف او شاجورو سره نيول شوى او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په ترسره کړي جنايت اعتراف هم کړى دى. د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د تڼيو ولسوالۍ په للمۍ کوټکي سيمه کې د ماشومانو پر سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه چې له امله يې د يوې کورنۍ يو کس وژل شوی او د بلې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او یوه میرمن ټپې شوې وه. *خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر*
Image from خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر: *خوست کې د دريو کسانو د وژنې په تور تورن قاتل ونيول شو*   د خوست امنيه...
❤️ 👍 17

Comments