
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 14, 2025 at 04:29 PM
*د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ امنیتي منسوبین له ملي تلویزیون سره په یوه نظامي خپرونه کې وایي، چې له پلان سره سم په پرله پسې ډول ګزمې ترسره کوي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو پر وړاندې د چټکو اجرأتو تابیه لري.*
*دغه منسوبین زیاتوي، چې د خپلو وظیفوي مکلفیتونو د اداینې ترڅنګ، له اصولو او مقرراتو سره سم په یاده ولسوالۍ کې له اړونده مسؤلینو له لوري عقیدوي زده کړې، پولیسي مهارتونه او اصلاحي پروګرامونه هم تعقیبوي او زیاتوي، چې له یادو پروګرامونو غوره زده کړې ترلاسه کوي او د دندو پرمهال ورڅخه ګټه اخلي.*
❤️
5