
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 14, 2025 at 05:29 PM
*خوست: د اطفایې ځواکونو د چټکې رسیدنې په پایله کې رامنځته شوې اور لګیدنه مهار کړه*
نن شنبه مازدیګر ناوخته د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفایې منسوبینو د خوست مرکز وچې خوړې سیمه کې په یوه ځایي کور کې د ګاز ډبې سره د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې اور لګیدنې ته چټکه رسیدنه کړې، چې په پایله کې یې اور په بشپړه توګه مهار او د دوو لکو افغانیو په ارزښت د مالي زیان اوښتو مخه یې ونیوله.
یاده دې وي، چې په دغه اور لګیدنه کې د یاد کور د استوګې یوه کوټه زیانمنه شوې او نور ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.
*خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر*

❤️
👍
7