
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
June 15, 2025 at 03:27 PM
*خوست ولایت کې هغه کس چې د یو هیوادوال د قتل هڅه یې کوله ونیول شو*
د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د تڼیو ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د استخباراتو منسوبینو په همکارۍ د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه کس هدف ته له رسېدو وړاندې له یوې توپانچې سره نیولی، چې د همدې ولسوالۍ یو اوسیدونکي ته یې د قتل او وژنې تیاری نیولی وو.
د خوست امنیه قوماندانۍ وار وار خوست مېشتو ته خبر داری ورکړی چې، خپلو وژونکو موضوعاتو ته دې د شخړو هواروونکي کمیسیون او یاهم د محاکمو له طریقه د حل لارې ولټوي.
امنیتي ځواکونه هغه کسان نه پرېږدي، چې په خپلسري توګه د غچ اخیستنې په نوم د خوست امنیتي ثبات ګواښي او ولسونه له رواني او فزیکي ننګونې سره مخ کوي.
د یادونې وړ ده، چې نیول شوی کس به د وروستیو څیړنو لپاره اړوند ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
*خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*

👍
❤️
10