
خبرونه
June 15, 2025 at 04:19 AM
اکسیوس ویب سایټ د اسرائیلي او امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، اسرائیلو تېرو دوو ورځو کې څو ځلې له امریکا غوښتي، چې د ایران جګړه کې ورسره برخه واخلي، خو واشنګټن منفي ځواب ورکړی.
دوو اسرائیلي چارواکو یادې رسنۍ ته ویلي، تل ابیب له ډونالډ ټرمپ غوښتي، د ایران په اټومي سایټونو دې په بریدونو کې ونډه واخلي.
د راپور له مخې یوه امریکایي چارواکي هم د اسرائیلو د دغې غوښتنې په تائید سره ویلي، د ټرمپ حکومت دا مهال یادې جګړې ته تمایل نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره په ټیلفوني خبرو کې له نوموړي غوښتي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ دې د جګړې درولو لپاره هڅې چټکې کړي.
#خبرونه
https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
