خبرونه
June 15, 2025 at 05:24 AM
اسرائيلي رسنيو د بېلابېلو راپورونو په خپرولو سره د ايران له لوري په دغه هېواد د تېرې شپې د بريدونو په لړ کې تر دې دمه د ۹ اسرائيليانو د وژل کېدو او تر ۲۴۰ ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
سرچينې وايي، تېره شپه تر ټولو ډېر زيان بات يام او رخووت اسرائيلي ښارونو ته اوښتی او د ايراني توغنديو اصلي هدف هم همدا دوه ښارونه وو.
د معلوماتو له مخې، د اسرائیلي رژيم ځواکونه او مرستندويه ډلې لا هم د "بات یام" ښار په لسګونو ویجاړو شویو ودانیو کې د وژل شویو او ټپیانو د را ایستلو عملیات ترسره کوي او ښايي د مرګژوبلې شمېرې څو چنده لوړې شي.
له بل لوري بيا د ایران سپاه پاسداران وايي، په خپل وروستي برید کې یې د "حاج قاسم" په نوم جامد سونګ لرونکي تاکتیکي هدایت شوي بالستیک توغندي کارولي دي، چې ګڼ شمېر یې د اسرائيلو له دفاعي سيسټم اوښتي او په خپلو هدفونو لګېدلي دي.
دغه راز بيا اسرائيل ادعا کوي، چې د تېرې شپې په بريدونو کې یې د ايران د دفاع وزارت ودانۍ او د تېلو سترې ډيپوګانې ويشتلي او پراخ زيانونه یې وراړولي دي.
ياده دې وي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه پيل شوې جګړې نن درېيمه ورځ روانه ده او اټکل کېږي چې لا هم پراخه شي.
https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J