خبرونه
خبرونه
June 15, 2025 at 04:42 PM
د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ ورځ او نېټه: یکشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۱۸ ھ ق. - [ ] افغانستان: ۱_د امربالمعروف محتسبینو هغه کس نیولی چې له يوه چینايي سیلاني سره یې غیر مناسب چلند ترسره کړی وو. ۲_د جرمونو پر وړاندې د پولیس ځواکونو چټک اقدامات؛ ننګرهار کې ۳۶۴ تنه نیول شوي. ۳_ستره محکمه: بدخشان کې د دوه قومونو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه. - [ ] سیمه: ۱_د اسرائیلي رژیم تازه بریدونو ته د ایران غبرګون؛ په څو شېبو کې به پر اسرائیلو ویجاړوونکي بریدونه پیل شي. ۲_د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د تړل کېدو اوازې رد شوې. ۳_د ايران د نفتو وزارت: د اصفهان د نفتو د تصفيې فابريکه نه ده تخريب او د سون‌توکو تولید او تأمين روان دی. ۴_له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو نوی پړاو پیل شو. ۵_تسنیم خبري اژانس: د ایران په تازه توغندیزو بریدونو کې د نتنیاهو کور په نښه شوی. - [ ] منځنی ختیځ: ۱_اسرائیلي رژیم پر ایران د هوایي بریدونو نوی پړاو پیل کړ. ۲_د ايران د تېرې شپې بريدونو کې ۹ اسرائيليان وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر ټپيان دي. - [ ] نړۍ: ۱_ټرمپ: د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه باید پای ومومي. ۲_د یمن حوثیان: د غزې په ننګه مو اشغال شوي فلسطین کې اسرائیلي اهداف په نښه کړل. ۳_هند کې د الوتکې لوېدو پېښه کې اووه کسان مړه شوي. ۴_د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پزشکيان سره په خبرو کې: سعودي د اسرائيلو پر وړاندې د ايران او ټول اسلامي امت ترڅنګ کلک ولاړ دی. ۵_د مصر حکومت پنځه تنه د یوې ترهګرې ډلې د جوړولو په تور په عمري بند محکوم کړل. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments