
خبرونه
June 16, 2025 at 05:12 AM
د اسلامي امارت مشرتابه د جهادي مدرسو مسئولینو لپاره جوړ شوي سیمینار ته په وینا کې ویلي، علماء به د امت ټولنیز او سیاسي مسائل پر مخ وړي، جهاد به کوي، شریعت به نافذوي، د خلکو ترمنځ به قضا کوي او د هغو شخړي به حل کوي.
امیرالمؤمنین ویلي، علماء کرام یواځې د انفرادي عباداتو د ادا کولو لپاره نه، بلکې له انبیاء علیهم السلام وروسته د الله تعالی جل جلاله له لوري د ټولنیزو عباداتو په ادا او سیاست کولو هم مکلف دي.
د اسلامي امارت مشرتابه د علم پر اهمیت او ارزښت هم خبرې کړې، په خبره یې، د خلکو اصلاح په علم سره ده او د شریعت اقامه د دیني علومو په احیا سره راځي.
نوموړي د جهادي مدارسو له استادانو غوښتي، چې د زدهکوونکو په ښوونه او روزنه، عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیاتې هڅې وکړي.
#خبرونه
https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
