خبرونه
خبرونه
June 16, 2025 at 07:33 AM
اشغالي فلسطین کې د امریکال سفیر مایک هاکبي ویلي، تل ابیب کې د یاد سفارت اړوند په یوې ودانۍ توغندی لګېدلی. نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه راکټ د ایران توغول شویو توغندیو په پایله کې د امریکا سفارت اړوند یوې ودانۍ لګېدلی او کم زیان یې لیدلی دی. هاکبي زیاته کړې، دې پېښه کې د سفارت هیڅ کوم کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی. د امریکا سفیر ویلي، اسرائیلو کې نامناسب وضعیت دوام ته په کتو به نن دوشنبه هلته د امریکا سفارت او قنسولګرۍ په رسمي ډول تړلي وي. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments