
خبرونه
June 17, 2025 at 09:00 AM
*د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش*
تحلیل
لیکوال: خلیل رهنورد
*پر ایران برید او ابعاد یې:*
د ۲۰۲۵م کال، د جون میاشتې پر ۱۳مه د اسرائیلو صهیونیستي رژیم پر ایران برید وکړ، په دې برید کې د ایران څو مهم اټومي او پوځي تأسیسات او د سپاه پاسداران په شمول د پوځ یو شمېر لوړپوړي قوماندانان په نښه شول، که څه هم د دغه برید تر شا پیغامونه خورا ډیر دي، خو په ظاهره داسې تبلیغ شول چې دا عملیات د ایران د اټومي پروګرام د کمزوري کولو او د نظامي او استخباراتي بنسټونو د کمزوري کولو لپاره ترسره کېږي.
په نږدې دریو ورځو کې د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د ترسره شوي برید له سیوري لا هم نړۍ نه ده وتلې، چې د دغې حملې بېلابېل ابعاد ورځ تر بلې روښانه کېږي. د اسرائیلو برید چې د ایران پر حساسو تأسیساتو ترسره شوی، یواځې یو بهرنی تعرض نه و، بلکې کره نښې شته چې دا برید د ایران له دننه هم د یو شمېر کړیو په توسط اجرا او ترسره شوی دی.
*د مقاومت جبهې جاسوسي کړنې:*
مقاومت جبهه چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د خپل خیالي شتون ادعاوې کوي، دلته یې فزیکي حضور ختم شوی او شتون نه لري، خو دا چې د احمد مسعود