
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
May 28, 2025 at 02:16 PM
خپل زړه او ژبه سم کړئ چې ايمان مو سم شي!
#ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بنده ايمان تر هغه وخته پوري نه سميږي تر څو چې زړه يې سم نشي او زړه يې تر هغه وخت پوري نه سميږي ترڅو چې ژبه يې سمه نشي.
موعظه: که غواړی ايمان مو سم او صحيح سي نو خپل زړه سم کړئ او د حسد، بخل، کرکي، ځانځانۍ، جهالت، منافقت او نورو منفي تصوراتو څخه خپل زړه وساتئ او که غواړی زړه مو سم او صحيح سي نو خپله ژبه د درواغو، چغلګرۍ، تهمت، ښکنځلو، چاپلوسۍ، کفري خبرو، پيغورونو او فسق څخه وساتئ.
معلومه خبره ده چي هر مسلمان د ځان لپاره پوره ايمان او جوړ زړه غواړي چي د خپلي ژبي په ساتلو او سمولو يې خاوند کېدلای سي.
نو د خپلي ژبي سره ډېر کوښښ وکړئ او داسي يې کنټرول کړئ چي په سبب مو زړه او ايمان دواړه قوي سي.
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا يَسْتَقِيمُ إِيمَانُ عَبْدٍ حَتَّى يَسْتَقِيمَ قَلْبُهُ، وَلَا يَسْتَقِيمُ قَلْبُهُ حَتَّى يَسْتَقِيمَ لِسَانُهُ.
[شعب الايمان۸]
❤️
2