
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
May 31, 2025 at 02:17 PM
جالب تحلیل دی
.
له نن څخه ۶۰۰ ورځې مخکې صهیونستي رژیم د غزې ځمکنی اشغال پیل کړ. د دغې عملیات د پیلولو په موقع د صهیونستي رژیم مجرمې رهبرۍ خپلو عملیاتو لپاره دوه لوی اهداف کېښول:
۱ د حماس نظامي ساختار، حکومتي چارچوب، زیر زمیني ساختارونه او شتمنۍ له منځه وړل.
۲ د صهیونستي رژیم بندیان له حماس څخه په زور او فشار راخلاصول.
نن له جګړې ۶۰۰ ورځې وروسته:
۱ حماس څو ورځې وړاندې د خپلو توغندیو په زور د تل ابیب منځ وویشت. د حماس حکومتي چارچوب؛ پولیس، صحت عامه او دولتي ارګارونه ورځ او شبه د ولس په خدمت بوخت دي، نظامي عملیات ښه قوي روان دي، زیر زمیني ساختار لکه د پخوا په څېر پر ځای دی. صهیونستي رژیم خپله دې اعتراف ته اړ شو چې حماس د څو افرادو نه بلکې د یو فکر نوم دی او د فکر له منځه وړل خوب او خیال دی. حماس وتوانېدل چې یهوادان د خپل رژیم په قدرت بې باوره کړي. حماس سیمې او نړې ته دا هم په ډاګه کړه چې د معادلې اساسي لوبغاړي دوی دي. دا ټول د دې څرګند مثالونه دي جګړه د حماس په کنترول کې ده، نظامي کنترول پوره فعال دی، ستراتیژي په پوره دقت عملي کېږي. د غربي رسنیو د راپورونو په اساس د طوفان الأقصی له عملیات وروسته حماس ۴۰،۰۰۰ نوي مجاهدین جذب کړي. د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده. دوی په ۶۰۰ ورځو کې ونه توانېدل چې له ټولو معاصرو حربو په استفادې په یو بنده تیړانګه کې مقاومت مات کړي. په رواني جګړه کې خو یې لاس دومره بر دی چې یو “مول وهلي مجاهد” ټول رژیم په یوه پښه درولی.
۲ د صهیونستي رژیم او پرمختللې نړۍ د ټولې ټکنالوژۍ له خدماتو څخه په استفادې د غزې په نرۍ تیړانګه کې اشغالګر ونه توانېدل چې د خپلو بندیانو ادرس پیدا کړي. دا ښايي د ټولې غربي نړۍ د استخباراتو یو تاریخي شکست وي. ۶۰۰ ورځې وشوې، دوی ونه توانېدل چې خپل یو بندي د حماس له اجازې او موافقې پرته ترلاسه کړي.
د جګړې له دومره مودې وروسته ټول شاخصونه دا ښايي چې د جګړې اساسي لوبغاړی اسلامي مقاومت دی. مقاومت هغه جهت دی چې د جګړې دانې لوبوي. صهیونستي رژیم تر دې دمه یواځې د حماس د مخطط په مقابل کې عکس العمل وړاندې کوي.
د حماس تور صندوق صهیونستان او د دوی سیمه ایز او نړیوال ملګري د ستراتیژۍ په تشه کې ورک کړي. بې له شکه چې حماس د دې جګړې لویه قرباني پرې کوي خو دوی وتوانېدل په د نړیوال نظم په دې حماسه مرحله کې د منځني ختیځ نقشه بدله کړي.
دا وړه خبره نه ده.
ډ. عبدالحی قانت
❤️
👍
3