سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 16, 2025 at 02:30 PM
                               
                            
                        
                            د غمجن په غېږ کې نیول سنت عمل دی.
کله چې د ونې کونده د رسول الله ﷺ له فراقه غمجنه شوه او و یې ژړل، رسول الله ﷺ یې غږ واورېد، نو لاس یې پرې راتېر کړ او په غېږ کې یې ونیوله.
بیا رسول الله ﷺ وفرمایل:
«لَوْ لَمْ أَحْتَضِنْهُ لَظل يبكي إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَة».
«که مې په غېږ کې نه وای نیولې، تر قیامته به یې ژړلي وو.»
علماوو  د رسول الله ﷺ له همدغه چلند څخه استدلال کړی دی او ویلي یې دي چې د غمجن په غېږ کې نیول سنت دي.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        4