ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
June 5, 2025 at 11:49 AM
له دنیا بې رغبتي 🌹✨✨✨🌹 ابن وهب ـــ رحمه الله ــ وایې : موږ به د فقهې (فقهې علم) لپاره د حَیوة ــ رحمه الله ــ مجلس ته کښېناستو، نو هغه به ویل: الله دي ما ته ستاسو پر ځای یو ستن (ستون) را بدل کړی چې شاته یې ولاړ شم او لمونځ وکړم. وروسته یې همداسې وکړل (یعني له خلکو لیرې د عبادت لور ته واوښت). احمد بن سهل الاردني د خالد الفَزَر له قوله وايي: حَیوة بن شُرَیح د ډېر ژړا کوونکو (بکاء) له ډلې څخه و، او حال یې ډېر تنګ و – یعني بې وزلی او مسکین و. زه د هغه پر خوا کښېناستم، حال دا چې هغه په پټه دعا کوله، ما ورته وویل: ستاسو خوښه نه ده چې د الله نه وغواړې چې ستا روزي پراخه کړي؟ هغه ښي او کيڼ خواته وکتل، او چې څوک یې ونه لید، نو یوه کوچنۍ ډبره یې راواخیسته او زما پر لور یې را وغورځوله، کټ مټ لکه د سرو زرو یوه خالصه ټوټه، والله ما تر هغې ښایسته څه نه وو لیدلي. بیا یې وویل: په دنیا کې خیر نه شته، مګر د آخرت لپاره. بیا یې وویل: الله ډېر ښه پوهېږي چې د بندګانو لپاره څه غوره دي. ما ورته وویل: زه په دې څه وکړم؟ ویې ویل: استفاده ترې وکړه (مصرف یې کړه). زه والله دومره وډار شوم، چې دا مې بېرته ورنه شوای کړای. 📚 (سیراعلام النبلاء ۶/ ۴۰۵ ط اررسالة)

Comments