ددونیـــاحیرانونکی عجائب WhatsApp Channel

ددونیـــاحیرانونکی عجائب

695 subscribers

About ددونیـــاحیرانونکی عجائب

دلــــــته تاسو جالب اوحیرانوونکی معلومات *قــراني معلومات* *تاریخي معلومات* *ساینس اوتکنالوژي* *ذهني ازموینه* *مجــــرب عملونه* *دپوهانوخبري* *تفریحي لیکنې* *بیتونه* *نشـــــریژي راشئ مونږ وڅارئ* *که په نـــــړئ کی مورواکمنه وه هیڅ ماشوم به وږی نه ویده کیده* *له مونږ سره مل او وسیژۍ* (*نعـــــــــــــمان غزنوی*) *الهام لوگری*دتبادلومدیر* https://whatsapp.com/channel/0029VafXRwn2ZjCl5zRHcX1m

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:50:47 AM

ولې خنزیر پیدا کړل شو؟ هر مسلمان ته دا لوستل ډېر ضروري دي په اروپا او تقريبا ټولو امریکايي هېوادونو کې د غوښې لپاره تر ټولو عام انتخاب خنزیر دی. د دې حیوان د روزلو لپاره هلته ډېر فارمونه جوړ شوي دي. یوازې په فرانس کې د خنزیرو فارمونه له 42,000 څخه زیات دي. د هر بل حیوان پرتله خنزیر کې تر ټولو زیاته غوړ (FAT) شتون لري. خو اروپایان او امریکایان هڅه کوي چې د دې خطرناکه غوړو څخه ځان وژغوري. د دې غوړونو له منځه وړل د خوراک وزارت لپاره لویه ستونزه وه. دا غوړي یې سوځول، خو شاوخوا شپېتو (60) کاله وروسته یې پرې د ګټه اخیستنې سوچ وکړ، ترڅو ترې پیسې هم ترلاسه کړي. د صابن جوړولو لپاره یې تجربه وکړه چې بریالۍ شوه. په پیل کې به د خنزیري غوړو نه جوړو شویو توکو پر لیبل باندې واضح لیکل شوي وو چې پکې د "Pig Fat" استعمال شوی دی. خو د دوی د محصولاتو ستر پیرودونکي مسلمان هېوادونه وو. کله چې دغو هېوادونو بندیزونه ولګول، نو دا د شرکتونو لپاره لویه تجارتي تاوان وه. په 1857 کال کې، په اروپا کې جوړې شوې مرمۍ د سمندر له لارې برصغیر ته راوړل شوې. د سمندر د رطوبت له امله پکې موجوده باروت خراب شول. وروسته دوی د مرمیو پر سر د خنزیري غوړو کوټ جوړ کړ، تر څو باروت خوندي پاتې شي. دا پوښ به د استعمال مخکې د غاښونو په وسیله لرې کېده. کله چې دا خبره خپره شوه چې مرمۍ د خنزیري غوړ لري، نو مسلمان او هندوانو عسکرو د جګړې نه انکار وکړ، چې دا خبره وروسته د بغاوت سبب شوه. اروپایانو دا حالت ولید او د "Pig Fat" پر ځای یې FIM لیکل پیل کړل. د 1970 کال نه وروسته، اروپا کې ډېری خلک پوه شول چې مسلمان هېوادونه دا محصولات نه مني، ځکه که څه هم غوړي د غوا یا مېږې دي، خو دا حیوانات په حلاله توګه نه دي حلال شوي، نو دا هم حرام دي. نو بیا یې محصولات بند کړل، او شرکتونو ته بیا تاوان واوښت. وروسته یې فیصله وکړه چې دا مواد به په کوډي ژبه ولیکي، تر څو یوازې د دوی د خوړو څارنې ادارې پرې پوه شي، خو عام خلک بې خبره پاتې شي. همدا وجه ده چې اوس دا غوړي د E-CODES (E-Ingredients) په بڼه د محصولاتو پر لیبلونو لیکل کېږي. دا مواد شته دي په: د غاښونو کریم ببل ګم چاکلیټونه سویټونه بسکټونه کارن فلیکس ټافۍ، کینډي ملټي ویټامینونه ډېری درمل دا توکي په ټولو مسلمان هېوادونو کې ډېر استعمالېږي. د خنزیري غوړو استعمال زموږ په ټولنه کې د بې‌شرمۍ، ظالمانه رویو، او جنسي انحرافاتو زیاتوالي سبب ګرځېدلی دی. نو له ټولو مسلمانانو نه غوښتنه ده چې د ورځني استعمال توکي اخیستلو پر مهال یې ترکیب حتماً وګوري، او دا لاندې E-CODES له ځان سره وساتي: E100، E110، E120، E140، E141، E153، E210، E213، E214، E216، E234، E252، E270، E280، E325، E326، E327، E334، E335، E336، E337، E422، E430، E431، E432، E433، E434، E435، E436، E440، E470، E471، E472، E473، E474، E475، E476، E477، E478، E481، E482، E483، E491، E492، E493، E494، E542، E572، E621، E631، E635، E905 ډاکټر ایم امجد خان میډیکل ریسرچ انسټیټیوټ، متحده ایالاتو 📢 مهرباني وکړئ دا پیغام شریکه کړئ، تر هغه چې دا د ټولو مسلمانانو غوږونو ته ورسېږي. دا شییرول د صدقه جاريه وبولي.

Post image
❤️ 👍 🫀 6
Image
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:50:15 AM

اخلاص که امتحان ✨🌹✨✨🌹✨✨🌹✨ ابن وهب رحمه الله وايي: حَیوة بن شُرَیح ــ رحمه الله ــ به هر کال شپېته دیناره عطاء (معاش) اخیست. کله به چې یې دا پیسې ترلاسه کړې، نو کور ته به لا نه و رسېدلی، چې ټولي به یې خیرات کړې. بیا به چې کور ته راغی، و به یې لیدل چې هماغه پیسې د هغه د بستر (چپرکټ) لاندې پرتې وې. په دې حالت د هغه تره زوی خبر شو، نو هغه هم خپله عطاء واخیسته، ټول یې خیرات کړل، او چې کور ته راغی، د بستر لاندې یې وکتل، خو هیڅ یې هم پیدا نه کړل. نو ولاړ او حَیوة ته یې شکایت وکړ. حَیوة ورته وویل: ما خپل رب ته په یقین او اخلاص ورکړې وې، خو تا دې رب ته په ازموینه ورکړې. 📚 سیر اعلام النبلاء ۶ / ۴۰۵ ط: الرسالة

ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:53:51 AM

لومړنی موټر! دا د نړۍ لومړنی موټر دی چې په 1769 ز کال په پرانسه کې جوړ شوی وو . دا موټر د یو کوچني اینجن په وسیله چلېده چې د سونګ توکي یې د ډبرو سکاره وو. دې موټر به توپونه کش کول او په ساعت کې یې 5 کیلو میتره خواو شا حرکت کولو. مقصد دغه وخت په افغانستان کې احمد شا بابا په واک کې وو . دنړۍ دعجائبو څارونکي اسامه مهاجر

Post image
👍 2
Image
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:52:19 AM
👍 ❤️ 4
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:49:52 AM

له دنیا بې رغبتي 🌹✨✨✨🌹 ابن وهب ـــ رحمه الله ــ وایې : موږ به د فقهې (فقهې علم) لپاره د حَیوة ــ رحمه الله ــ مجلس ته کښېناستو، نو هغه به ویل: الله دي ما ته ستاسو پر ځای یو ستن (ستون) را بدل کړی چې شاته یې ولاړ شم او لمونځ وکړم. وروسته یې همداسې وکړل (یعني له خلکو لیرې د عبادت لور ته واوښت). احمد بن سهل الاردني د خالد الفَزَر له قوله وايي: حَیوة بن شُرَیح د ډېر ژړا کوونکو (بکاء) له ډلې څخه و، او حال یې ډېر تنګ و – یعني بې وزلی او مسکین و. زه د هغه پر خوا کښېناستم، حال دا چې هغه په پټه دعا کوله، ما ورته وویل: ستاسو خوښه نه ده چې د الله نه وغواړې چې ستا روزي پراخه کړي؟ هغه ښي او کيڼ خواته وکتل، او چې څوک یې ونه لید، نو یوه کوچنۍ ډبره یې راواخیسته او زما پر لور یې را وغورځوله، کټ مټ لکه د سرو زرو یوه خالصه ټوټه، والله ما تر هغې ښایسته څه نه وو لیدلي. بیا یې وویل: په دنیا کې خیر نه شته، مګر د آخرت لپاره. بیا یې وویل: الله ډېر ښه پوهېږي چې د بندګانو لپاره څه غوره دي. ما ورته وویل: زه په دې څه وکړم؟ ویې ویل: استفاده ترې وکړه (مصرف یې کړه). زه والله دومره وډار شوم، چې دا مې بېرته ورنه شوای کړای. 📚 (سیراعلام النبلاء ۶/ ۴۰۵ ط اررسالة)

ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:52:53 AM

*انتخاب*. 👆👆👆 که موخوښ شو لايک ورکړي

ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:56:05 AM
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:55:35 AM
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 11:50:12 AM

✨✨

ددونیـــاحیرانونکی عجائب
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
6/5/2025, 10:30:01 AM
Post image
Image
Link copied to clipboard!