
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
June 5, 2025 at 11:50 AM
ولې خنزیر پیدا کړل شو؟
هر مسلمان ته دا لوستل ډېر ضروري دي
په اروپا او تقريبا ټولو امریکايي هېوادونو کې د غوښې لپاره تر ټولو عام انتخاب خنزیر دی. د دې حیوان د روزلو لپاره هلته ډېر فارمونه جوړ شوي دي. یوازې په فرانس کې د خنزیرو فارمونه له 42,000 څخه زیات دي.
د هر بل حیوان پرتله خنزیر کې تر ټولو زیاته غوړ (FAT) شتون لري. خو اروپایان او امریکایان هڅه کوي چې د دې خطرناکه غوړو څخه ځان وژغوري.
د دې غوړونو له منځه وړل د خوراک وزارت لپاره لویه ستونزه وه. دا غوړي یې سوځول، خو شاوخوا شپېتو (60) کاله وروسته یې پرې د ګټه اخیستنې سوچ وکړ، ترڅو ترې پیسې هم ترلاسه کړي. د صابن جوړولو لپاره یې تجربه وکړه چې بریالۍ شوه.
په پیل کې به د خنزیري غوړو نه جوړو شویو توکو پر لیبل باندې واضح لیکل شوي وو چې پکې د "Pig Fat" استعمال شوی دی.
خو د دوی د محصولاتو ستر پیرودونکي مسلمان هېوادونه وو. کله چې دغو هېوادونو بندیزونه ولګول، نو دا د شرکتونو لپاره لویه تجارتي تاوان وه.
په 1857 کال کې، په اروپا کې جوړې شوې مرمۍ د سمندر له لارې برصغیر ته راوړل شوې. د سمندر د رطوبت له امله پکې موجوده باروت خراب شول. وروسته دوی د مرمیو پر سر د خنزیري غوړو کوټ جوړ کړ، تر څو باروت خوندي پاتې شي. دا پوښ به د استعمال مخکې د غاښونو په وسیله لرې کېده.
کله چې دا خبره خپره شوه چې مرمۍ د خنزیري غوړ لري، نو مسلمان او هندوانو عسکرو د جګړې نه انکار وکړ، چې دا خبره وروسته د بغاوت سبب شوه.
اروپایانو دا حالت ولید او د "Pig Fat" پر ځای یې FIM لیکل پیل کړل.
د 1970 کال نه وروسته، اروپا کې ډېری خلک پوه شول چې مسلمان هېوادونه دا محصولات نه مني، ځکه که څه هم غوړي د غوا یا مېږې دي، خو دا حیوانات په حلاله توګه نه دي حلال شوي، نو دا هم حرام دي.
نو بیا یې محصولات بند کړل، او شرکتونو ته بیا تاوان واوښت. وروسته یې فیصله وکړه چې دا مواد به په کوډي ژبه ولیکي، تر څو یوازې د دوی د خوړو څارنې ادارې پرې پوه شي، خو عام خلک بې خبره پاتې شي.
همدا وجه ده چې اوس دا غوړي د E-CODES (E-Ingredients) په بڼه د محصولاتو پر لیبلونو لیکل کېږي.
دا مواد شته دي په:
د غاښونو کریم
ببل ګم
چاکلیټونه
سویټونه
بسکټونه
کارن فلیکس
ټافۍ، کینډي
ملټي ویټامینونه
ډېری درمل
دا توکي په ټولو مسلمان هېوادونو کې ډېر استعمالېږي.
د خنزیري غوړو استعمال زموږ په ټولنه کې د بېشرمۍ، ظالمانه رویو، او جنسي انحرافاتو زیاتوالي سبب ګرځېدلی دی.
نو له ټولو مسلمانانو نه غوښتنه ده چې د ورځني استعمال توکي اخیستلو پر مهال یې ترکیب حتماً وګوري، او دا لاندې E-CODES له ځان سره وساتي:
E100، E110، E120، E140، E141، E153، E210، E213، E214، E216، E234، E252، E270، E280، E325، E326، E327، E334، E335، E336، E337، E422، E430، E431، E432، E433، E434، E435، E436، E440، E470، E471، E472، E473، E474، E475، E476، E477، E478، E481، E482، E483، E491، E492، E493، E494، E542، E572، E621، E631، E635، E905
ډاکټر ایم امجد خان
میډیکل ریسرچ انسټیټیوټ، متحده ایالاتو
📢 مهرباني وکړئ دا پیغام شریکه کړئ، تر هغه چې دا د ټولو مسلمانانو غوږونو ته ورسېږي.
دا شییرول د صدقه جاريه وبولي.

❤️
👍
❤
🫀
6