
ددونیـــاحیرانونکی عجائب
June 10, 2025 at 06:14 PM
*د دیوبند وجه تسمیه:*
یوه ورځ د درس په دوران کی حضرت الاستاذ مفتی محمد امین پالمپوری اوفرمایل:چی حضرت قاری محمد طیب"رح"موږ ته واقعه بیانوله، نو ویی ویل: تاسو پوهیږۍ؟
دیوبند ته دیوبند ولی ویلی شي؟
بیا یی واقعه بیان کړه: چی دیوبند کلی کی یوعبادت خانه ده چی دهغی نوم "دیوی کنډ " دی دغه عبادت خانې تر څنګ داوبو یو حوض هم وو
چی هلته هندوانو هرکال د خوشحالۍ ورځ لمانځله، نن سبا دهغي علاقی نوم"چمار چودس "
دی. څوپیړۍ مخکي دی عبادت ځای کی یو رواج وو،چی د کلنۍ خوشحالي د لمانځلو په وخت به یی یوه پیغله دناوی په شان جوړه کړه، او د شپی به یی په دغه عبادت خانه کی پریښوه، چی سهار به شو هغه پیغله به غایبه (ورکه) وه،
د هندوانو دغه وینا وه چي دغه پیغله دِیوْ(پیری)
له ځان سره وړي، له دی وجه نه ټول خلک پریشانه هم وو،البته که څه یی کولی شوی نو څه به یی کړي واي،
د جینۍ (پیغلی) په ورکولو کی به خلکو نوبت کیښودلو چی په فلاني کال به ته پیغله ورکوي، اوپه فلاني کال به یي ته ورکوی!
یو وخت د دیوبند په دی علاقه باندی یو مسافر تیریدلو،نو دشپی دراتلو د وجه نه هغه مسلمان مسافر د هغی کلی یوهندو سره میلمه شو،
اتفاقاً په دغه وخت کی د همدی هندو دپیغلي ورکولو نوبت وو (کوم هندو سره چی مسلمان مسافر پاتی شوی وو) او ددی هندو یواځی یوه لور وه، نو له هم دی وجهی یی ټوله کورنۍ پریشانه وه،
هغه مسلمان مسافر ددی پریشانی وجه او معلومات واخیست؟ نو کوربه هندو ټوله خبره ورته بیان کړه چی دا کیسه ده!
مسلمان مسافر خپل کوربه ته ډاډګیرنه(تسلي) ورکړه، چی ته مه ویریږه، زه دی کار ته تیار یم،
کوربه ورته اویل: چی ته خو سړی يي او هلته د جینۍ د ورکولو خبره ده،
مسلمان مسافر اویل: چی تاسو ما د ناوی په جامه کی پټ کړئ، نو چاته څه پته لګیږی؟ چی دا هلک دی که جینۍ؟او هغه هم د شپی،چیرته پیژندلی شي؟
به هر حال وخت راورسیدو، او دوی همداسی اوکړه (څنګه چی یی پلان جوړ کړی وو) مسلمان مسافر یی شپی دهندوانو عبادت خانه کی پریښوو، او دروازه یی ورپسی بنده کړه، (ددغه پلان باره کی د هغی کوربه هندو نه بغیر بل څوک خبر نه وو) سهار چی خلک عبادت ځای ته ننوتل،
ګوري چی یو سړی بی غمه عبادت خانه کی پروت دی، خلکو هغه راپاڅولو، او پوښتنه یی ترینه اوکړه،چی ته دلته څه کوي؟
مسلمان مسافر ټوله کیسه ورته تفصیلاً بیان کړه
او دشپی چی کومو حالاتو سره مخ شوی وو دغی نه یی هم خلک خبر کړه، او هغه دا وو چی هرکله چی یی هغه پسی دعبادت خانی دروازه بنده کړه،
نو هغه مسلمان اویریده، چی اوس به څه کیږي،
نو هغه ذکر او اذکار کی مشغول شو، هر کله چی شپه توره تیاره شوه، نو ګوري چی هغه حوض کی (کوم چی د هندوانو عبادت خانی تر څنګ وو) لـــری څخه یوه کیښتۍ ښکاریدله، او دهغی رڼا په زیاتیدو وه،اوعبادت خانی طرف ته راروانه وه نو دی مسلمان د ډیر ډار او ویری له وجی د قرآن مجید آیاتونه (کوم چی ورته زده وو لکه آیت الکرسی وغیره) یی تلاوت کړه،
کیښتۍ عبادت خانی سره نیږدی شوه، تر دی چی کیښتۍ د عبادت خانی دیوال سره ټکر اوکړو،
نو ده ټکر له وجهی نه هغه کیښتۍ بیرته پر شا لاړه،او ډیره لری شوه، همداسی دغه پیښه دری ځلی تکرار شوه، "اوهغه مسلمان پرلپسی د قرآن کریم تلاوت کاوه"څلورم ځلی چی کیښتۍ دعبادت خانی دیوال سره ټکر کولو، نو کیښتۍ دوه ټوټی شوه او په اوبو کی ډوبه شوه.
بیا مسلمان ارام سره ویده شو، تردی پوری چی سهار شو او خلکو بیا را پا څولو.
د هغی ورځی نه دغه خاوره د دیوبند په نوم یادیږي،
هغه دِیوْ چی پیغلی یي وړلی او غایـبولی ، هغه بند شو،
دغه کیسه قاری محمد طیب رح حضرت الاستاذ مفتي محمد امین پالمپوری صاحب ته بیان کړی وه، او هغوی (پالمپوری صاحب) موږ ته د درس په دوران کی بیان کړه، او ما هم ستاسو په خدمت کی وړاندي کړه. ستاسو ورورمولوی ابوطارق

❤️
👍
4