راشد ولي فراهي/ rashid wali parahi
راشد ولي فراهي/ rashid wali parahi
June 4, 2025 at 02:23 PM
د خوشۍ یو اختر دی په هیواد کي امنیت دی د خوشۍ یو سپین سحر دی اختر دی اختر ولسونه دمه شوي که په لر دی که په بر دی اختر دی اختر امنیت دی ډاډ ګیرنه د طالب مینه پالنه په هیواد کي خپره شوې د وطن کړي ښه ساتنه له نیمروزه تر کابله په خدمت ولاړ لښکر دی اختر دی اختر که ګودر دی که چینار دی او که کلی که هم ښار دی دی په امن او امان کي له ماښامه تر سهار دی تل دي هسک وي زمونږ برم زموږ د هیلو زرین لمر دی اختر دی اختر محبت او ورورولي ده په هر کورکي خوشحالي ده ګونډي بوري یتیمان هم په مسکا دي سوکالي ده د راشد ولي زړه ښاد دی څه د ميني خوږ منظر دی اختر دی اختر راشد ولي فراهي
❤️ 3

Comments