
راشد ولي فراهي/ rashid wali parahi
69 subscribers
About راشد ولي فراهي/ rashid wali parahi
خوږو مینه والو دلته به تاسوته زموږ په قلم لیکل شوی حمدونه،نعتونه،غزلیات،او حماسې شعرونه وړاندې کیږې له ملتیا مو نړۍ مننه!! ستاسو ورور راشدولي فراهي
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت نوی ترنم بیا کړه موسکي ټول یتیمان اختر ترنم: ق عبدالباسط تڼیوال شعر:راشد ولي د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ترنم او فرهنګ ریاست یې وړاندې کوي د ترنم او فرهنګ ریاست ټولنیز ادرسونه: واتساپ : ١ https://chat.whatsapp.com/FO1jynTpHS4GHgO7SEXLpa واتساپ : ٢ https://chat.whatsapp.com/FrnmMfIx5zR0aBvIIwObEm یوټوب: https://youtube.com/channel/UCcdKtEzhRO-tNC7r3HgBeBg?si=sjUFN2Akuof5ihXH ټوییټر : https://x.com/Taranum786313?t=Li6e9KvlD3fc3ipKmAfMoA&s=09 ټلیګرام : https://t.me/culturetaranum د نشر نېټه پنج شنبه: ۹/ ذو الحجة / ۱۴۴۶هـ ق ۱۵/ جوزا /۱۴۰۴ هـ ش ۵/ جون/ ۲۰۲۵ ز

د خوشۍ یو اختر دی په هیواد کي امنیت دی د خوشۍ یو سپین سحر دی اختر دی اختر ولسونه دمه شوي که په لر دی که په بر دی اختر دی اختر امنیت دی ډاډ ګیرنه د طالب مینه پالنه په هیواد کي خپره شوې د وطن کړي ښه ساتنه له نیمروزه تر کابله په خدمت ولاړ لښکر دی اختر دی اختر که ګودر دی که چینار دی او که کلی که هم ښار دی دی په امن او امان کي له ماښامه تر سهار دی تل دي هسک وي زمونږ برم زموږ د هیلو زرین لمر دی اختر دی اختر محبت او ورورولي ده په هر کورکي خوشحالي ده ګونډي بوري یتیمان هم په مسکا دي سوکالي ده د راشد ولي زړه ښاد دی څه د ميني خوږ منظر دی اختر دی اختر راشد ولي فراهي

د سجدې اوښکي څومره کېف لري لِذت لري د شپې اوښکي هم ډیر خوند ورکوي خدای ته د سجدې اوښکي تهجد کوه د شپې له خپلو اوښکو سره قدرمن یې وي د خدای په دروازې اوښکي چي یې څوک له وېرې توې کي اوښکي ربه لره ډیري دي قېمت بها د دې شېبې اوښکي په ژړا لاسونه لپي ذوالجلال ته کړه چي له سترګو کډه وکړي تر لېمې اوښکي دالله په در کي شمار سي ای راشد ولي که څه زیات وي که هم وي زرې زرې اوښکي راشد ولي فراهي

دامي ژمنه ده وطنه په خپل زړګي کي دي ساتمه ګران هیواده دامي ژمنه حتماً دي جوړومه ای وطنه قربان دي له نامه شم کر دګلو کړمه ژردي جوړومه چي درته جوړي فروژې سي نو اباد به سې ته ستا د ولس لوړي شملې سي نو ابادبه سې ته د وفا توخم به دي زړه کي وشیندمه خپل له تنه ستا وخدمت ته به قربان کوو سرونه مدام پرتا به زار اوهم فنهان کوو سرونه مدام راج به دي جوړ سي په نړی ډیر قوي سې به واکمنه شفه اوهم ورځ مو درته یو ده خدمت دي کوو لاس کي مو ټینګ داستاجیلو ده خدمت دي کوو قایم دي اوسه اسلامیت په لوي مدد درب څښتنه دا دی دحمد اوشکرځایه اذاد چي سولې اباد دي غواړو له لوي خدایه اذاد چي سولې راشد ولي دشکریت سجدې کړم ستا پرلمنه راشد ولي فراهي

اختر او استقلال لمانځو دي اختره د خوښیو استقلال دی جوړ مو په هيواد کي امنیت دی، ورک د جال دی لر او بر ځلا کوي په ښه ازاده فضا بیا وطن په ټټر وهلی زرین خال دی وره اولسونه په ارامه دمه شوې دي خدای دي هسک لري دا درحمت زرين شال دی دا نیظام او ازادي دي تل مدام خدايه شکر یې ادا کړي چي همدا د شکر حال دی تل وي قايم راشد ولي دا اسلامي نظام ډاډه اولسونه که جنوب دي که شمال دی راشد ولي فراهي

دعشق جنون څومره کېف او شور لري په زړونوکي د عشق ګوزار اخلو ترې خوندونه موږ ګرځو بې پروا او سر ببر څېري ګرېوان قرار اخلو ترې خوندونه موږ دا د عشق د راز او نیاز ډک ډک کتابونه دي دا خو بر پای نلري شروع مو درسونه دي خود به ترېنه خوند اخلو موږ درد لرې دردونه دي اوړو په سرونو به لېوال یو موږ په څو څو وار اخلو ترې خوندونه موږ ډک دی له ترخو شېبو داسي مست خمار ګرځو نکړو هم د سر پروا ګرځو لاله زار ګرځو تګ مو دی په سرو اورو هم په سره انګار ګرځو دغه دی زموږ د عشق جنون چي داسي خوارو ځار اخلو ترې خوندونه موږ عشقه ډیر ستي شومه هم لتا بې زار نه یم تا کي ډیر خوندونه دي زه لا بر قرار نه یم لا به درنږدې شمه موړ په دید د یار نه یم زه راشد ولي شومه په غېږ کي د عشق ګرفتار اخلو ترې خوندونه موږ راشد ولي فراهي

{ ساده ترنم } کسر یارسول الله یا حبیب الله غږ ::: مولوي عبدالجبار محمدي لیک ::: راشد ولي راهي

{ ساده ترنم } کسر مرحبا راځي د رحمتو میاشته دا دی دنیکیو ثوابو میاشته غږ ::: مولوي عبدالجبار محمدي لیک ::: راشد ولي راهي