
راشد ولي فراهي/ rashid wali parahi
June 14, 2025 at 06:18 PM
د سجدې اوښکي
څومره کېف لري لِذت لري د شپې اوښکي
هم ډیر خوند ورکوي خدای ته د سجدې اوښکي
تهجد کوه د شپې له خپلو اوښکو سره
قدرمن یې وي د خدای په دروازې اوښکي
چي یې څوک له وېرې توې کي اوښکي ربه لره
ډیري دي قېمت بها د دې شېبې اوښکي
په ژړا لاسونه لپي ذوالجلال ته کړه
چي له سترګو کډه وکړي تر لېمې اوښکي
دالله په در کي شمار سي ای راشد ولي
که څه زیات وي که هم وي زرې زرې اوښکي
راشد ولي فراهي
❤️
4