نیمروزوال مبارزین📑📲
June 15, 2025 at 03:32 PM
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې امریکا د اسراییلي بریدونو شریکه ده او باید د خپلو کړنو مسؤلیت واخلي.
هغه خبرداری ورکړی چې خلیج ته د نښتو پراخول یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده، چې موخه یې د جګړې غځول دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران ځواب مشروع دی او بریدونه به دوام ولري، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر اټومي تأسیساتو د اسراییلي بریدونو کلکه غندنه وکړي.