
خوږې خبري
May 23, 2025 at 06:31 AM
*کچېري مو وس وي، نو د مطالعې او لیکنو لپاره داسي یو مناسب محیط جوړ کړی چې د فصلي سهولتونو په توکو مجهز وي! داسي یو کتابتون چې آرامه فضا ولري! په ښه ډیزاین او لوړ کیفیت کي کتابونه ولري. یقینا چي د مطالعې د کچې په لوړېدو کي مثبت تأثیر لري!!!*
*نو ما خو داسي ځای ندی جوړ کړی، البته یو کتاب مې درلود چي زیات راته خوښ ؤ، خو د کتاب د ضخامت له کبله یې پاڼي ټولي سره بېلي سوي وې! که څه هم د کتاب منځپانګه ددغه وړ وه چي بیا بیا ولوستل شي خو د کتاب تیت شوي پاڼي بیا هغه څه وه چي له لوستلو نه به یې په شا کولم.!!!*
*تېره ورځ مي څه لګښت باندي وکړ او یو کتاب مې و دوه ټوکه ته وویشل سو، ښه ښایسته فنرونه هم ورته لګول شوي دي. نو چې رښتیا سي ښه زیاته اندازه مې ولوست!!!*
*آاا نو. ما ویل دا چې ټول کتابونه ښه کیفیت او ډیزاین ولري، ښه آرام محیط او په فصلي سهولتونو مجهز وي بیا نو ورسره د مطالعې کچه هم لوړېږي.*
*"ابن الطباخ"*
*https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*

❤️
💌
3